

چگونه درخواست دهیم
تاریخ ختم: ۱۳ عقرب ۱۴۰۵ · ۲ روز باقی
CV و درخواستی خود را به این آدرس بفرستید
hr@arcs.afلطفاً شماره مرجع hr@0359 را در عنوان ایمیل ذکر کنید.
خلاصه وظیفه
- شماره مرجع
- hr@0359
- تعداد بستها
- ۱
- تاریخ نشر
- ۷ عقرب ۱۴۰۵
- تاریخ ختم
- ۱۳ عقرب ۱۴۰۵
- کشور
- افغانستان
- ولایت
- پکتیا
- بخش کاری
- صحت و معارف › صحت
- تحصیلات
- لیسانس
- سطح تجربه
- سطح ابتدایی
- نوع استخدام
- تمام وقت
- نوع قرارداد
- مدت معین
- دوره آزمایشی
- ندارد
- جنسیت
- زن
- زبانها
- پښتو
- معاش
- مطابق معیار معاش شرکت
درباره وظیفه
• د ماشومانو د رواني ناروغیو په ګډون جامع رواني ارزونې، معاینات او تشخیصي مرکې ترسره کول.
• د هر ناروغ لپاره د درملنې انفرادي پلانونه جوړول، تطبیقول او څارنه یې کول.
• د افغانستان کلتوري شرايطو په پام کې نیولو سره د عامو رواني ناروغیو لکه اضطراب، خپګان، له ټراما وروسته رواني فشار (PTSD) درملنه کول.
• هغو ناروغانو ته په کور کې د ګرځنده روغتیایي ټیم له لارې خدمتونه وړاندې کول، چې مرکزونو ته د تګ توان نه لري.
• په بستري (Inpatient) او بیرونیو (Outpatient) څانګو کې له ۲۴ ساعته دوامدارې درملنې څخه ډاډ ترلاسه کول.
• هغه ناروغان پېژندل، چې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، تاوتریخوالی پېښوي او د ځان وژنې له خطر سره مخ وي او د اړتیا په صورت کې لوړو تخصصي خدمتونو ته راجع کول.
۲. اسناد او راپور ورکول
• د عامې روغتیا وزارت (MOPH) د معیارونو له مخې د ناروغانو بشپړ، پر وخت او دقیق طبي ریکارډونه ثبتول (د ناروغ تاریخچه، تشخیص او د درملنې پلانونه).
• د رواني روغتیا د فعالیتونو په اړه اونیز او میاشتني راپورونه ترتیبول.
• د ناروغانو د معلوماتي ډیټابېسونو سمه ساتنه او تنظیم تضمینول.
۳. همغږي او روزنه
• د څو رشتوي ټیم (Multidisciplinary Team) د غړي په توګه له نرسانو، سلاکارانو او نورو متخصصینو سره نږدې همکاري کول.
• کارکوونکو ته د دندې پر مهال روزنه، کلینیکي څارنه او تخنیکي ملاتړ برابرول، په ځانګړي ډول نرسانو او سلاکارانو ته.
• د رواني روغتیا د پوهاوي پروګرامونو او د ټولنې د لاسرسي (Community Outreach) په فعالیتونو کې ګډون کول.
شرایط وظیفه
۱ – د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ام ډي او ارواه پوهنې تایید شوی تحصیلي سند درلودل.
۲- د رواني روغتیا برخه کې یو کال کاري تجربه او یا د عامې روغتیا وزارت له لوري د رواني روغتیا د کورس تایید شوی سند درلودل.
۳- د هېواد په رسمي ژبو ( پښتو او ىري) پوهېدل او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل.
د عامې روغتیا ورازت د اګزېټ ازموینه یې ورکړې وي هغوی ته لومړیتوب ورکول کیږي.
رهنمود ارسال درخواست
ګرانو کاندیدانو
د خپلو تعلیمي او نورو سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.
ګرانو غوښتونکو مهربانی وکړئ د ثبت نام لپاره خپلو ټولو تحصیلی اسنادو پی دی اف جوړ کړئ
پشمول د (CV، تحصلی سند، کاري تجربې سند) بریښنالیک ته لکه څنګه چې یادونه وشوه بست کود لیږل
یادونه: هغه اسناد چې بشپړ نه وي د منلو وړ نه وي
نمبر تماس
0701436832
وظایف دیگر این شرکت
