
د عوایدو پراختیا، ورزشي پروګرامونو د جذب، سپانسرشیپ او بازارموندنې کارشناس (Re-announced)
General Directorate of Radioخلاصه وظیفه
- شماره مرجع
- 013
- تعداد بستها
- ۱
- تاریخ نشر
- ۱۰ عقرب ۱۴۰۵
- تاریخ ختم
- ۱۹ عقرب ۱۴۰۵
- کشور
- افغانستان
- ولایت
- کابل
- بخش کاری
- تجارت و مالی › فروش و بازاریابی
- تحصیلات
- لیسانس
- سطح تجربه
- سطح ابتدایی
- نوع استخدام
- تمام وقت
- نوع قرارداد
- مدت معین
- دوره آزمایشی
- ندارد
- جنسیت
- مرد
- زبانها
- معاش
- معیار معاش NTA — درجه NTA Grade A
درباره وظیفه
د دندې هدف: د راډیو او رسنۍ لپاره د اعلاناتو، پروګرامونو او سپانسرشیپونو په موخه د فعالې او ساحوي بازارموندنې ترسره کول، د نویو شرکتونو، سوداګریزو بنسټونو او برانډونو پېژندل او جذبول، د ورزشي پروګرامونو د جذب او پراختیا لپاره د فرصتونو موندل، د ورزشي او نورو رسنیزو پروګرامونو لپاره د سپانسرانو پیدا کول، له مشتریانو او سوداګریزو شریکانو سره د اغېزمنو اړیکو او مذاکراتو ترسره کول او د رسنۍ د عوایدو دوامداره زیاتول.
وظیفوي صلاحیتونه او مسؤلیتونه؛
v تخصصيدندې؛
Ø په ساحه او بازار کې د نویو شرکتونو، فابریکو، سوداګریزو مرکزونو، خصوصي پوهنتونونو، روغتونونو او نورو بنسټونو د موندلو او جذبولو په موخه د منظمو ساحوي لیدنو (Field Visits) او غونډو ترسره کول.
Ø د اعلاناتو، راډیويي او خپرونو او سپانسرشیپونو لپاره د بازار څېړنه (Market Research) او د عوایدو د نویو فرصتونو موندل.
Ø د احتمالي مشتریانو، سپانسرانو او سوداګریزو شریکانو جامع او تازه ډیټابیس (CRM) جوړول او ساتل.
Ø له احتمالي مشتریانو سره د مستقیمو لیدنو له لارې د راډیو او رسنیزو خدماتو، اعلاناتي کڅوړو او بیو په اړه پریزنټېشنونه او معرفي وړاندې کول.
Ø د مشتریانو د اړتیاوو او بودجې له مخې د مناسبو اعلاناتي او سپانسرشیپي وړاندیزونو (Proposals) چمتو کول.
Ø له مشتریانو سره د لومړنیو اړیکو له ټینګولو څخه تر مذاکراتو، هوکړې، قرارداد لاسلیک او د بلونو تر تحویلۍ پورې د معاملې تعقیبول.
Ø له پخوانیو او اوسنیو مشتریانو سره د دوامداره اړیکو ساتل، د هغوی د رضایت ترلاسه کول او د اوږدمهاله همکاریو زمینه برابرول.
Ø په بازار کې د سیالو رسنیو د اعلاناتي نرخونو، تخفیفونو او ستراتیژیو څارل او د رقابت د پیاوړتیا لپاره د مناسبو تګلارو وړاندیز کول.
Ø د نویو برانډونو او سوداګریزو بنسټونو پېژندل او د اعلاناتو او سوداګریزو همکاریو په موخه ورسره اړیکې ټینګول.
Ø د ټاکل شویو میاشتنیو او کلنیو عوایدو او خرڅلاو موخو (Sales Targets) د ترلاسه کولو لپاره فعال کار کول.
Ø د ورزشي سیالیو او پروګرامونو موندل او د خپرولو لپاره له اړوندو ادارو او تنظیموونکو بنسټونو سره د همکاریو زمینه برابرول.
Ø د ټولو ورزشي سیالیو لپاره د بازار فرصتونو موندل او د احتمالي سپانسرانو او سوداګریزو شریکانو پېژندل.
Ø د ورزشي پروګرامونو او سیالیو لپاره د سپانسرشیپ ځانګړي پکیجونه او وړاندیزونه چمتو کول، څو د شرکتونو او سوداګریزو بنسټونو د همکارۍ لېوالتیا زیاته شي.
Ø د ورزشي پروګرامونو د لیدونکو، رسنیز پوښښ او سوداګریز ارزښت له مخې د اعلاناتو او سپانسرشیپ د عوایدو د زیاتوالي لپاره نوې لارې چارې موندل.
Ø د بازار د اړتیاوو او د مشتریانو د غوښتنو له مخې د اعلاناتو او سپانسرشیپ د نویو کڅوړو او خدماتو د رامنځته کولو وړاندیز کول.
Ø د ساحوي لیدنو، مذاکراتو او لاسته راوړنو په اړه ورځني، اونیز او میاشتني راپورونه چمتو کول او اړوند آمریت ته سپارل.
Ø د بازارموندنې، عوایدو پراختیا، مشتریانو جذب او سپانسرشیپ په برخه کې د اړوند آمریت له لوري د سپارل شویو نورو ورته دندو ترسره کول.
v مدیریتي او د همآهنگي دندې؛
Ø د ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو په موخه، د پلان او راپور ترتیبول.
Ø د عوایدو او بازار د پراختیا په اړه په اړوندو تخنیکي او مدیریتي غونډو کې ګډون کول.
Ø د اړوندو مسؤولینو سره د ټلیفوني اړیکو او یا مکتوب له لارې همغږي او مستقیمه اړیکه ټینګول.
شرایط وظیفه
تحصیلات، تجربهاو لازممهارتونه:
v تحصیلات؛
لږ تر لږه د اقتصاد، اداره او تجارت، عامه اداره، د بازارموندنې مدیریت او سوداګرۍ په برخو کې د لیسانس ترکچې تحصیلي اسناد درلودل؛ د ماسټرۍ او دوکتورا تحصیلي اسنادو ته ارزښت ورکول کېږي.
v کاری تجربه؛
لږ تر لږه د لیسانس لپاره (۱۰) کاله، د ماستر لپاره ( ۵ ) کاله او د دوکتورا لپاره (۳ ) کاله تجربه په رسنیزه بازارموندنه کې، په ځانګړي ډول د اعلاناتو، بازارموندنې، خرڅلاو، سپانسرشیپ، مشتریانو د اړیکو او عوایدو پراختیا په برخو کې ولري.
حداقل (10) سال تجربه مرتبط برای دارنده درجه تحصیلی لیسانس،(5) سال تجربه مرتبط برای دارنده درجه تحصیلی ماستر و (3) سال تجربه مرتبط برای دارنده درجه تحصیلی دوکتورا الزامی و حتمی میباشد.
v لازم مهارتونه؛
Ø د Market Research، Marketing او Sales له اصولو او عملي کړنلارو سره بلدتیا.
Ø له مشتریانو سره د اړیکو،مذاکرې او Negotiation ښه مهارت.
Ø د بازار د تحلیل، معلوماتو راټولولو او راپور ورکولو وړتیا.
Ø د MS Office پروګرامونو سره ښه بلدتیا.
Ø د اړیکو، وړاندې کولو، قناعت ورکولو او Presentation ښه مهارتونه.
Ø د رسنیز، اعلاناتي او تجارتي بازار په اړه لازمه پوهه او علاقه.
Ø د Customer Relationship Management (CRM) او د مشتریانو د معلوماتو د تنظیم له اصولو سره بلدتیا.
رهنمود ارسال درخواست
برای درخواست نمودن لطف نموده روی لینک ارائه شده کلیک نمایئد.
د نوم لیکنه لپاره د وراندی شوی لینک ته کلیک وکړی.
https://forms.gle/HnWkiSSHXRx8aikX8
کسانی که قبلاً در این بست درخواست نموده بودند لطف نموده مجدداً ثبت نام نکنند.