
Afghan Wireless Communication Company

Closing date: 27 November 2026 · 9 days left
Quote reference AWCC/HR/26/VA/096 and attach your CV on the employer's website.
موټر چلوونکی د کارکوونکو، توکو، تجهیزاتو او اسنادو د خوندي، پر وخت او مؤثره لېږد مسؤلیت لري، ترڅو د ادارې ورځني عملیاتي فعالیتونه په منظم ډول ترسره شي. نوموړی مکلف دی چې د ترافیکي قوانینو، د شرکت د ترانسپورټ پالیسیو او د روغتیا، خوندیتوب او چاپېریال (HSE) د اصولو بشپړ رعایت وکړي.
ټاکل شوو ځایونو ته د کارکوونکو، مېلمنو او د ادارې د ملکیت خوندي، منظم او پر وخت لېږدول.
په هر وخت کې د ترافیکي قوانینو، د خوندیتوب مقرراتو او د ادارې د ترانسپورټ پالیسیو بشپړ رعایت کول.
د وسایطو د داخلېدو او عملیاتو د ثبت کتاب په دقیق ډول ساتل، چې پکې مزل واټن (Mileage)، سفرونه، د تیلو مصرف او نور اړوند معلومات شامل وي.
د موټر ورځني تخنیکي معاینه ترسره کول، لکه د تیلو، اوبو، ټایرونو، بریکونو او نورو اساسي برخو ارزونه.
د موټر پاکوالی، منظم ساتنه او د هر وخت لپاره د کار وړ حالت ډاډمنول.
د هر ډول تخنیکي نیمګړتیا، خرابۍ، پېښې یا حادثې په اړه سمدستي اړوندو مسؤلینو ته راپور ورکول.
د اړتیا په صورت کې د وسایلو، تجهیزاتو او ملکیت په بارولو، پورته کولو او لېږدولو کې مرسته کول.
د تیلو د مؤثر استعمال څارنه او د ضایعاتو یا ناوړه استفادې مخنیوی.
د سفرونو لپاره د مناسبې لارې ټاکل او پلان کول، ترڅو د وخت پر ځای رسېدنه یقیني شي.
د کارکوونکو، مېلمنو او اسنادو د لېږد پر مهال د محرمیت، امانتدارۍ او مسلکي چلند ساتل.
د وسایطو اړوند اسنادو، د موټر چلولو جواز او نورو اړینو اسنادو اعتبار او موجودیت ډاډمنول.
د موټر چلولو او پارکینګ پر مهال د خوندیتوب او امنیتي تدابیرو بشپړ رعایت کول.
د اړتیا سره سم نور اړوند وظایف ترسره کول.
د لوستلو او لیکلو کافي وړتیا ولري. (د دولسم ټولګي سند لرونکو ته به ترجیح ورکول کیږي)
لږ تر لږه د ۲ نه تر ۳ کال اړونده کاري تجربه ولري.
د موټر چلولو اړوند جواز لرل.
د محلي سړکونو او ترافیکي قوانینو ښه پوهه.
د وسایطو د ساتنې په اړه اساسي پوهه.
په رسمي محلي ژبو (پښتو او دري) کې د روانې خبرې کولو وړتیا.
دو وسایلو، تجهیزاتو او کاري طرزالعملونو بشپړه پوهه او د کارولو مهارت.
د دندې د ترسره کولو لپاره اړین فزیکي وړتیا لرل.
د لوړو کاري اخلاقو او مسلکي چلند درلودل.
صادق، امانتدار او د اعتماد وړ شخصیت لرل.
د فشار لاندې د مؤثر او منظم کار کولو وړتیا.
د اړتیا په صورت کې نورو ولایتونو ته د سفر او اضافي وخت کار کولو وړتیا.
د شرکت د پالیسیو، مقرراتو او کړنلارو بشپړ رعایت او تعقیب.
لیواله نوماندان باید د بشپړ او سم معلوماتو سره د غوښتنلیک فورمه ډکه او وسپاري. د غوښتنلیک فورمې ته د لاسرسي لپاره، مهرباني وکړئ لینک په خپل ویب براوزر کې کاپي او پیسټ کړئ.

Afghan Wireless Communication Company

Afghan Wireless Communication Company

Language
Appearance