How to apply

Closing date: 17 November 2026 · 8 days left

Sign in for one-click apply

We prepare the email, the reference number and your CV. You check it, then send.

Send your CV and cover letter to

jobs@spingharuniversity.edu.af

Please quote reference SU-HR-041 in the subject line.

Job summary

Reference
SU-HR-041
No. of vacancies
1
Published
8 November 2026
Closing date
17 November 2026
Country
Afghanistan
Province
Nangarhar
Functional area
Health & Education › Healthcare
Education
Bachelor's degree
Experience level
Entry level
Employment type
Full time
Contract type
Fixed term
Probation period
None
Gender
Male
Languages
Dari, Pashto
Salary
As per company salary scale

About the job

د بست د دندو لایحه:

مسلکي مسؤلیتونه:

۱. د داخله اطفالو ناروغانو د (OPD) معاینات ترسره کول.

۲. د داخله اطفالو ناروغان بسترول او درملنه یې کول.

۳. د  (OPD)میاشتنی راپور جوړول.

۴. په وارډ کې د همکارانو ترمنځ د سالم کاري چاپېریال ساتل.

۵. د درملنې پر مهال د عامې روغتیا وزارت ټول معیارونه او ستندردونه په پام کې نیول او عملي کول.

۶. د پرسونل په میاشتنیو غونډو کې برخه اخیستل.

۷. په طبي دوسیو کې د نرسانو د کارونو څارنه کول.

۸. د نوي پرسونل په لارښوونه کې همکاري کول.

۹. په وارډ کې د انتاناتو د مخنیوي اصول په بشپړه توګه مراعتول.

۱۰. د روغتون په روزنیزو کنفرانسونو کې برخه اخیستل.

۱۱. د ستاژ پر مهال له ستاژر محصلانو  سره مرسته او همکاري کول.

۱۲. په اوونۍ کې د محصلانو  لپاره شپږ کریډیټه عملي تدریس ترسره کول.

۱۳. د داخله اطفالو وارډ د نظم او ډسپلین ساتل.

۱۴. د روغتون د موخو د ترلاسه کولو لپاره د روغتیايي پرسونل هڅول.

۱۵. د روغتون رسمي یونیفورم اصول مراعت کول.

۱۶. له ناروغانو سره ښه چلند، درناوی او د هغوی د محرمو معلوماتو ساتنه کول.

۱۷. د روغتون د اصولو او قوانینو په رڼا کې د اړوند آمر له خوا د سپارل شویو دندو ترسره کول.

۱۸. په سهارني راپور، ګروپي ویزیتونو او عمومي ویزیتونو کې په فعاله توګه برخه اخیستل.

۱۹. د جوړ شوي نوکریوالۍ مهالوېش سره سم نوکریوالي ترسره کول.

۲۰. په کال کې یو علمي سمینار وړاندې کول.

۲۱. په کال کې یوه علمي څېړنه د ملي یا نړیوال علمي ژورنال لپاره ترسره کول.

۲۲. ناروغانو ته اړوند تخصصي پروسیجرونه ترسره کول.

۲۳. د نورو واردونو له خوا د راجع شویو ناروغانو تخصصي مشورې (Consultation) ترسره کول.

۲۴. د سمستر په پیل کې د عملي زده‌کړو د کورس پالېسي او د مفرداتو لېست چمتو کول او د سمستر په پای کې د کورس پالیسۍ د تطبیق راپور جوړول.

۲۵. د سمستر په جریان کې د محصلانو   حاضري اخیستل او د عملي کار د ثبت کتابونه ډکول.

۲۶. د څانګې د شف او د روغتون د سرطبیب له خوا د سپارل شویو نورو اړوندو دندو ترسره کول.

:نور مسؤلیتونه

§        د يونيفورم اصول مراعت کول.

§        په خپل وخت حاضري ورکول.

§        د ناروغ سره ښه سلوک کول او  دمحرميت  او راز ساتنه.

Job requirements

د دندې شرایط:

 تحصيل کچه، کاري ځانګړتياوې او مهارتونه

1.       په طبي برخه کې د ايم ډي او  اطفالو په برخه کې د تخصص تر کچې لوړې زده کړې درلودل.

2.       د ايم ډي تحصيلي دورې د نمرو عمومي فیصدي یې باید (۷۵) او د ماسټرۍ تحصیلي دورې فیصدي یې باید له (۸۰) څخه کمه نه وي.

3.       د افغانستان طبي شورا څخه د فعاليت جواز درلودونکی وي.

4.       په علمي، تدريسي او څېړنیزو برخو کې مناسبه تجربه ولري.

5.       په تدریسي روغتون کې د  صنفي ستاژ، نهایي ستاژ، تخصص، طبي  وسایلو تخصصي کارونې او تطبیقاتو په برخو کې کافي مسلکي پوهه او تجربه ولري.

6.       په اداري چارو کې د کمپيوټر کارونې اړين مهارتونه ولري.

7.       په اداري فساد، اخلاقي جرمونو او جنایت محکوم شوی نه وي.

8.       د هر ډول  قومي، ژبني، سمتي، ډله ییز او سیاسي تعصباتو او تمايلاتو څخه پاک وي او باید ډډه ترې وکړي.

9.       د پښتو او دری ژبو ترڅنګ په انګلېسي ژبه د لیکلو او مفاهمې وړتیاوي ولري.

10.    په چارو کې شفافيت، د قوانينو، پالېسیانو، طرزالعملونو، تدريسي روغتون ارزښتونو او اداري اصولو ته ژمن وي.

11.   د لوړو زده کړو او عامې روغتيا وزارتونو د قوانینو، مقرراتو، لوایحو او معیارونو سره پوره بلدتیا ولري. 

Submission guideline

د غوښتنلیک د سپارلو لارښود:

سپين غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون يو تن د کوچنیانو داخلې متخصص ته اړتيا لري. په شرایطو برابر نوماندان کولی شي خپل خلص سوانح (CV) د تابعيت الکترونيکي تذکره او تحصيلي سندونه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال عقرب میاشتې تر (۲۶) مې نېټې پورې د لاندې برېښناليک له لارې سپين غر پوهنتون د کار کوونکو چارو آمریت ته واستوي یا دې په حضوري توګه ورته وسپاري.

Jobs@spingharuniversity.edu.af