ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت

مالي متخصص NTA (Re-announced)

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت
Nangarhar5 December 202619 views

How to apply

Closing date: 5 December 2026 · 20 days left

Apply with one click

Sign in or create a free account first. It takes a minute, then we prepare everything for you.

Send your CV and cover letter to

hr@nvaec.gov.af

Please quote reference NVAEC 1 in the subject line.

Job summary

Reference
NVAEC 1
No. of vacancies
1
Published
15 November 2026
Closing date
5 December 2026
Country
Afghanistan
Province
Nangarhar
Functional area
Business & Finance › Finance
Education
Bachelor's degree
Experience level
Entry level
Employment type
Full time
Contract type
Fixed term
Probation period
None
Gender
Male
Languages
Pashto
Salary
As per company salary scale

About the job

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت غواړي د مالي چارو څارنې ، مالي تحلیل ، شفافیت ، د عوایدو او لګښتونو د ښه مدیریت په موخه مالي متخصص چې لاندې اساسي دندو او مسؤلیتونو ترسره کولو وړتیا ولري په قراردادي ډول په دنده وګماري. 

۱- د شرکت د مالي راپورونو، بودیجې، عوایدو او مصارفو تخنیکي تحلیل او ارزونه.

۲- د مالي صورتونو، حسابدارۍ اسنادو او مالي شاخصونو څېړنه او د هیئت مدیره ته تحلیلي راپور وړاندې کول.

۳- د مالي پلانونو، پانګونو، پراختیايي پروژو او لویو مالي معاملو اقتصادي او مالي تحلیل ترسره کول.

۴- د مالي خطرونو تشخیص، ارزونه او د کنټرول لپاره مسلکي وړاندیزونه چمتو کول.

۵- د داخلي کنټرول، مالي شفافیت او حساب ورکونې میکانیزمونو ارزونه او د اصلاح وړاندیزونه وړاندې کول.

۶- د مالي قوانینو، مقرراتو او شرکت د مالي پالیسۍ د تطبیق وضعیت ارزول.

۷- د عوایدو د زیاتوالي، لګښتونو د مؤثریت او د مالي سرچینو د ښه مدیریت په اړه تخنیکي مشورې ورکول.

۸- د هیئت مدیره د مالي موضوعاتو لپاره مسلکي تحلیلونه، نظریات او راپورونه ترتیبول.

۹- د اړتیا په صورت کې د مالي تفتیش او ارزونې پروسو سره تخنیکي همکاري کول.

Job requirements

۱-  لږ تر لږه د اقتصاد، مالي مدیریت، حسابدارۍ، بانکدارۍ یا اړونده څانګو کې ماستري سند؛ د ACCA یا معادل مسلکي اسنادو لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

۲-  لږ تر لږه (۵) کاله په مالي مدیریت، حسابدارۍ، مالي تحلیل، تفتیش (Audit) یا اړونده برخو کې کاري تجربه.

۳ - د مالي صورتونو (ترازنامه، د عوایدو او مصارفو راپور، د نغدو پیسو جریان) د تحلیل، ارزونې او د مالي خطرونو د مدیریت وړتیا.

۴ - د بودیجې جوړونې، مالي پلان جوړونې، لګښت تحلیل (Cost Analysis) او پانګونې د ارزونې مسلکي مهارت.

۵ - د هېواد د مالیاتو د قانون، ملي مالي قوانینو، د نړیوالو حسابدارۍ معیارونو (IFRS) او مالي طرزالعملونو په اړه بشپړه پوهه.

۶ - د مالي معلوماتي سیستمونو او کمپیوټري پروګرامونو لکه QuickBooks او Advance Excel سره په مسلکي کچه بلدتیا.

۷ - د تحلیلي او مالي راپورونو د لیکلو، د ډېټا د تحلیل او د ادارې د عوایدو د لوړولو لپاره د مسلکي وړاندیزونو د چمتو کولو وړتیا.

۸ - په ملي ژبو (پښتو/دري) او انګلیسي ژبه (رسمي مالي لیکنو) پوره برلاسی درلودل

Submission guideline

په شرایطو برابر کسان دې تحصیلي اسناد او خلص سوانح په ټاکل شوې موده ( اعلان د پای نېټې څخه مخکې) د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ایمېل ادرس ته ولیږي. 

یادؤنه: اسناد په فزیکي ډول نه اخیستل کیږي.

More jobs from this organization