ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت

NTA تجارتي متخصص (Re-announced)

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت
Nangarhar5 December 202618 views

How to apply

Closing date: 5 December 2026 · 20 days left

Apply with one click

Sign in or create a free account first. It takes a minute, then we prepare everything for you.

Send your CV and cover letter to

hr@nvaec.gov.af

Please quote reference NVAEC ۲ in the subject line.

Job summary

Reference
NVAEC ۲
No. of vacancies
1
Published
15 November 2026
Closing date
5 December 2026
Country
Afghanistan
Province
Nangarhar
Education
Bachelor's degree
Experience level
Entry level
Employment type
Full time
Contract type
Fixed term
Probation period
None
Gender
Male
Languages
Pashto
Salary
As per company salary scale

About the job

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت غواړي چې د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا، بازارموندنې ، قراردادونو او عوایدو زیات والي په برخه کې تجارتي متخصص  چې د لاندې اساسي دندو او مسؤلیتونو ترسره کولو وړتیا ولري په قراردادي ډول په دنده وګماري .  

۱- د شرکت د سوداګریزو فعالیتونو، بازار وضعیت او د خرڅلاو د پایلو تخنیکي تحلیل ترسره کول.

۲- د داخلي او بهرنیو بازارونو د فرصتونو، تقاضا او سیالۍ ارزونه او راپور چمتو کول.

۳- د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې، قیمت ټاکنې او سوداګریزو ستراتیژیو په اړه مسلکي مشورې وړاندې کول.

۴- د تجارتي قراردادونو، مشارکتونو او سوداګریزو تفاهم‌لیکونو اقتصادي او تجارتي ارزونه.

۵- د صادراتو، وارداتو او د بازار د پراختیا اړوند فرصتونو او ننګونو تحلیل.

۶- د عرضې زنځیر، توزیع شبکو او سوداګریزو پروسو د اغېزمنتیا ارزونه او د اصلاح وړاندیزونه.

۷- د سوداګریزو خطرونو، د نرخونو د بدلون او بازار د نوساناتو تحلیل او د مخنیوي لارې چارې وړاندې کول.

۸- د سوداګریزو فعالیتونو د ارزونې لپاره د فعالیت شاخصونه ((KPIs  تحلیل او راپور ورکول.

۹- د هیئت مدیره د تجارتي موضوعاتو په اړه تخنیکي راپورونه، مطالعات او مسلکي مشورې برابرول.

Job requirements

*د ګمارنې شرایط* :

۱-  لږ تر لږه د اقتصاد، سوداګرۍ ادارې، بازارموندنې، نړیوالې سوداګرۍ، مدیریت یا اړونده برخو کې ماستري سند؛ د دوکتورا سند لرل امتیاز ګڼل کېږي.

۲-  لږ تر لږه (۵) کاله د سوداګرۍ، بازارموندنې، صادراتو او وارداتو، قراردادونو یا سوداګریز مدیریت په برخه کې کاري تجربه.

۳-  د بازار د څېړنې، سوداګریز تحلیل، د عرضې زنځیر مدیریت او د بازارموندنې ستراتیژیو په برخه کې مهارت.

۴-  د کرنیزو محصولاتو د بازار، د ارزښت زنځیر، د هېواد د سوداګریزو قوانینو او د داخلي او نړیوالو سوداګریزو فرصتونو په اړه پوهه.

۵-  د سوداګریزو قراردادونو، مذاکراتو او مشارکتونو د تحلیل، ارزونې او رهبرۍ عالي وړتیا.

۶ - د سوداګریزو راپورونو، امکان سنجۍ مطالعاتو (Feasibility Studies) او سوداګریزو پلانونو Business) Plans )د ترتیب وړتیا.

۷-  د کمپیوټر اړوندو پروګرامونوپه ځانګړي ډول د( Advance Excel)، معلوماتي تحلیل او راپور ورکولو مهارت.

۸-  په ملي ژبو (پښتو او دري) او انګلیسي ژبه (د لیکنې او خبرو اترو په کچه) پوره تسلط.

۹-  د عالي افهام او تفهیم مهارت او د دندې د اړتیا پر اساس ولایتونو یا بهر ته د سفر کولو وړتیا.

Submission guideline

په شرایطو برابر کسان کولی شي چې خپل تحصیلي اسناد او خلص سوانح په ټاکلې موده کې (اعلان پاي نېټې څخه مخکې) د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ایمېل ادرس ته ولیږي. 

نوټ: اسناد په فزیکي ډول نه اخیستل کیږي.

More jobs from this organization