
Ministry of Public Health

Closing date: 19 October 2026 · 9 days left
Send your CV and cover letter to
mophgdsa@gmail.comPlease quote reference ICU متخصص ډاکټر in the subject line.
د دندې لنډیز :
د جدي پاملرنې د څانګې (ICU) متخصص مسؤلیتونه د بستر شویو ناروغانو منظمه معاینه، د ناروغانو د تاریخچې تکمیل، فزیکي معاینه، لابراتواري ازموینې، د ناروغانو مدیریت او تداوي، په داخل خدمت روزنو کې ګډون او د نویو کارکوونکو روزنه؛ خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.
مسؤلیتونه:
1. د بستر شویو ناروغانو تاریخچه اخیستل او اړوند اسناد تکمیلول.
2. د ناروغ د اړتیا له مخې فزیکي معاینه ترسره کول.
3. د ناروغ د اړتیا، رهنمودونو او فورمونو مطابق د لابراتواري او رادیولوژي ازموینو تکمیل، تحلیل او تفسیر.
4. د ناروغ د اړتیا او د جدي پاملرنې د څانګې د مسؤل د هدایت مطابق منظم کلینیکي ویزت ترسره کول.
5. د تاریخچې، فزیکي معاینې او لابراتواري پایلو پر اساس د ناروغۍ دقیق تشخیص.
6. د تشخیص او اړتیا مطابق د بستر شویو ناروغانو تداوي توصیه او مدیریت.
7. ډاډ ترلاسه کول چې د ICU اړوند پروسیجرونه په ناروغانو سمه توګه پلي شوي.
8. د جدي ناروغانو مشوره، مدیریت او منظم تعقیب د هغوی د وضعیت مطابق.
9. د ارقامو راټولو له میتودونو او وسیلو سره سم د ارقامو په راټولو کې مرسته کول.
10. د نوو کارکوونکو او محصلینو (ټریني) کسانو په روزنه کې فعاله ونډه اخیستل.
11. د ورځنیو دندو پر مهال د ځانګړو معیارونو، پروتوکولونو، کړنلارو او مقرراتو رعایت.
12. د خپل مسلکي ظرفیت لوړول او په هغو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول چې ورته ټاکل کېږي.
13. د معیارونو د پلي کېدو لپاره د کړنلارې (Action Plan) په چمتو کولو او د ICU د معیارونو په ربع وار بیاکتنه کې ګډون.
14. په ICU کې د ناروغانو او پایواز لپاره د وقایوي او لومړنیو روغتیايي مشورو وړاندې کول.
15. د تقسیم اوقات مطابق د شپې نوکریوالي ترسره کول.
16. په ICU او روغتون کې د انتان او وقایې په برخه کې فعال ګډون.
17. د پروژې د آمر او د جدي پاملرنې د مسؤل د هدایت مطابق د نورو سپارل شویو دندو ترسره کول.
18. د جدي پاملرنې د څانګې د انچارج پر وړاندې مسؤل او ځواب ویونکی دی.
د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:
1. باید افغان تابعیت ولري.
2. د راجستر شوي پوهنتون څخه د معالوي طب MD سند ولري.
3. د عامې روغتیا وزارت یا د لوړو زده کړو وزارت لهخوا تصدیق شوی د تخصص سند ولري.
4. د عمومي داخله ، عمومي جراحي یا انستیز یا متخصص وي (عمومي داخله متخصص ته ترجیح ورکول کېږي).
5. د افهام او تفهیم ښه مهارت ولري.
6. له ناروغانو، مراجعینو او همکارانو سره ښه برخورد او مناسب چلند ولري.
7. په دری، پښتو او انګلیسي ژبو کې د لیک، لوست او وینا عالي مهارت ولري.
8. د کمپیوټر ابتدایي مهارت ولري، په ځانګړي ډول په MS Office پروګرامونو کې.
ریفرینس: د یاد بست د ازموینې پوښتنې به د لاندې مرجع (کتاب) د محتوا پر بنسټ طرحه کېږي.
"Paul L. Marino MD PhD FCCM - Marino’s The ICU Book_ Print + eBook with Updates (ICU Book Marino)-LWW (2013).
درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.

Ministry of Public Health

