

How to apply
Closing date: 19 October 2026 · 9 days left
Send your CV and cover letter to
mophgdsa@gmail.comPlease quote reference بایومیډیکل ټکنیشن in the subject line.
Job summary
- Reference
- بایومیډیکل ټکنیشن
- No. of vacancies
- 1
- Published
- 11 October 2026
- Closing date
- 19 October 2026
- Country
- Afghanistan
- Province
- Ghazni
- Functional area
- Administration & Management › General Services
- Education
- Diploma
- Experience level
- Entry level
- Years of experience
- 1 year
- Employment type
- Full time
- Contract type
- Fixed term
- Probation period
- Three months
- Gender
- Any
- Languages
- Dari
- Salary
- As per company salary scale
About the job
د دندې لنډیز :
د بایومیډیکل ټکنیشن دنده دا ده چې د جدي پاملرنې (ICU) په څانګه کې د طبي تجهیزاتو د نصب، حفظ او مراقبت، ترمیم او مؤثرې استفادې مسؤلیت پر غاړه واخلي. نوموړی به د ICU د مسؤل او د ادارې سره په همغږۍ د تجهیزاتو د فعال ساتلو، دوامدار نظارت او تخنیکي ملاتړ سیستم رامنځته کوي، تر څو د ICU معیاري خدمات په مؤثره توګه وړاندې شي، خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.
Duties & responsibilities
دندې او مسؤلیتونه:
1. د ICU ټول طبي وسایل او تجهیزات تنظیم، ساتنه، حفظ او مراقبت کول.
2. د طبي تجهیزاتو د حفظ او مراقبت لپاره معیاري طرزالعملونه او کړنلارې ترتیب او تطبیق کول.
3. د ټولو طبي تجهیزاتو د نصب، منتاژ او تخنیکي تنظیم مسؤلیت اخیستل (د تجهیزاتو تخنیکي ځانګړتیاوې، مناسب ځای، تودوخه او د کیبلونو منظم تنظیم په پام کې نیول).
4. د ICU تجهیزاتو دوامداره نظارت او مانېټرینګ، تر څو د هغوی مؤثره استفاده یقیني شي، او د وضعیت راپور اړوند ادارې ته وړاندې کول.
5. د ICU تجهیزاتو د ترمیم مسؤلیت او د ترمیم، حفظ او مراقبت لپاره تخنیکي رهنمودونه جوړول.
6. د ICU دننه د تجهیزاتو ترمیم ترسره کول، او که اړتیا وي د اصولو مطابق له ICU څخه بهر د ترمیم زمینه برابرول.
7. د ټولو طبي تجهیزاتو د لیست او مشخصاتو ترتیب (د تجهیزاتو تاریخچه، د نصب نېټه، شرکت، تخنیکي مشخصات او غیر فعال تجهیزات).
8. د طبي تجهیزاتو د پرزو او لوازمو لیست ترتیب او د اړتیا پر مهال له مرکزي دفتر سره شریکول.
9. د هر ماشین د ملزوماتو او تخنیکي مشخصاتو ثبت، او د ترمیم، سرویس او تبدیلۍ لپاره پلان ترتیب او عملي کول.
10. د طبي وسایلو د مؤثریت ساتنه او د خرابۍ او غیر فعالېدو څخه مخنیوی، د نصب کیفیت، د فضا پراخوالی، مناسبې تودوخې، برېښنا او نورو اړینو شرایطو په پام کې نیولو سره.
11. د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیب د عمومي پلان سره سم، تر څو ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي.
12. د فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، ربعوار، کلني او اړتیا پر مهال راپورونه ترتیب او ادارې ته وړاندې کول.
13. د طبي تجهیزاتو د سیستم د ښهوالي او پراختیا لپاره اغېزمن وړاندیزونه وړاندې کول.
14. د میاشتني تخنیکي راپور ترتیب او د ادارې مسؤلینو ته سپارل.
15. د مستقیم آمر لخوا سپارل شوې نورې اړوندې دندې ترسره کول.
بایومیډیکل ټکنیشن د جدي پاملرنې (ICU) څانګې مسؤل ته راپور ورکوي
Job requirements
د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:
1. د افغانستان تابعیت ولري.
2. د بایومیډیکل، الکترونیک، یا اړوند تخنیکي برخو کې د فوق بکلوریا یا لیسانس سند ولري.
3. لږ تر لږه یو (۱) کال اړوند کاري تجربه ولري.
4. د رسمي مکاتیبو د لیکلو مهارت او د Microsoft Office پروګرامونو (Word، Excel، PowerPoint) سره کاري وړتیا ولري.
5. د قوي افهام او تفهیم او اړیکو مهارت ولري.
6. د هېواد په یوه رسمي ژبه (پښتو یا دري) تسلط او په انګلیسي ژبه بلدتیا ولري.
Submission guideline
د ثبت نام طریقه:
درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.
More jobs from this organization



