Full timeGovernment

ICU هیډ نرس

Ministry of Public Health
Ghazni19 October 20260 views

How to apply

Closing date: 19 October 2026 · 9 days left

Send your CV and cover letter to

mophgdsa@gmail.com

Please quote reference ICU هیډ نرس in the subject line.

Job summary

Reference
ICU هیډ نرس
No. of vacancies
1
Published
11 October 2026
Closing date
19 October 2026
Country
Afghanistan
Province
Ghazni
Functional area
Health & Education › Healthcare
Education
Diploma
Experience level
Mid level
Years of experience
2 years
Employment type
Full time
Contract type
Permanent
Probation period
Three months
Gender
Any
Languages
Dari, Pashto
Salary
As per company salary scale

About the job

د دندې لنډیز :

د ICU هیډ نرس مسؤلیت لري چې د جدي پاملرنې (ICU) څانګې د نرسنګ ټول فعالیتونه مدیریت، تنظیم او همغږي کړي، د ناروغانو لپاره د معیاري نرسنګ خدماتو د وړاندې کولو نظارت وکړي او همدارنګه د درملو، مصرفي توکو او طبي تجهیزاتو د مصرف ثبت، تنظیم او راپور ورکول ترسره کړي، خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.

Duties & responsibilities

دندې او مسؤلیتونه:

1.د ICU ناروغانو لپاره د نرسنګ خدماتو مستقیم رهبري او تنظیم.

2.د ICU نرسانو، مرستندویه کارکوونکو او خدماتي پرسونل ترمنځ د دندو همغږي او مدیریت.

3.د ناروغانو د کلینیکي دوسیو تنظیم، ساتنه او نظارت کول او د اړوندو راپورونو ترتیب.

4.د درملو، محلولونو، وسایلو او تجهیزاتو لپاره ټاکل شوي معیارونه ساتل او د نشه‌يي درملو ثبت او کنټرول.

5.د نرسنګ فعالیتونو ارزونه تر څو د ناروغانو خدمتونه، د کارکوونکو اړیکې او د خدمت موثریت تضمین شي.

6.د نرسنګ د خدمتونو دوامداره څارنه تر څو ډاډ ترلاسه شي چې درملنه د ډاکټر د لارښوونو مطابق ترسره کېږي.

7.د ICU د خونې او څانګې د پاکوالي، نظم او مناسب چاپېریال څارنه.

8.د ډاکټرانو سره په ورځنیو ویزیټونو کې ګډون او د ناروغانو د ځانګړو سپارښتنو تعقیب.

9.د نوو کارکوونکو د پېژندنې (Orientation) او روزنې په پروګرامونو کې ګډون.

10.د ناروغانو او کارکوونکو شکایتونه ارزول او د اړتیا په صورت کې یې د حل لپاره اقدام کول.

11.د درملو، مصرفېدونکو توکو او طبي تجهیزاتو ورځنی مصرف ثبتول.

12.د درملو او مصرفېدونکو توکو میاشتني راپورونه ترتیب او اړوند ادارې ته وړاندې کول.

13.د نرسنګ خدماتو د کیفیت د ښه والي لپاره دوامداره هڅې او وړاندیزونه وړاندې کول.

14.د وزارت د نافذه پالیسو، طرزالعملونو او مسلکي معیارونو مطابق دندې ترسره کول.

15.د جدي پاملرنې څانګې مسؤل لخوا سپارل شوې نورې دندې ترسره کول.

راپور ورکول: د جدي پاملرنې څانګې مسؤل ته راپور ورکوي.

تر لاس لاندې کارکوونکي: نرسان، مرستندویه کارکوونکي، خدماتي کارکوونکي.

Job requirements

شرایط او اړتیاوې:

1.     د افغانستان تابعیت ولري.

2.     له پېژندل شوو روغتیايي انسټیټیوټونو یا پوهنتونونو څخه د نرسنګ په برخه کې فارغ وي.

3.     تحصیلي اسناد باید د عامې روغتیا وزارت یا د لوړو زده کړو وزارت لخوا تصدیق شوی وي.

4.     لږ تر لږه دوه (۲) کاله د نرسنګ کاري تجربه ولري، په ځانګړي ډول د ICU په څانګه کې.

5.     د ټیم د مدیریت او رهبري وړتیا ولري.

6.     په پښتو یا دري ژبو کې د لیک، لوست او وینا ښه مهارت او په انګلیسي ژبه بلدیت ولري.

7.     د اغېزمنو اړیکو او افهام او تفهیم مهارتونه ولري.

8.     د کمپیوټر د Office پروګرامونو (Word، Excel، PowerPoint) کارولو مهارت ولري.

Submission guideline

د ثبت نام طریقه:

درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.

More jobs from this organization